دخپریدو نیټه :شنبه ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 180190
طالبان: ملا برادر حضور سولې مذاکراتو کې، امریکا بهرنیو چارو وزیر ګډون پوری اړوند دی
طالبان وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې برخه واخلي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي.

دوی وایي، د امریکا له خوا مرکچي پلاوی په هغه کچه کې نه دی چې ملابرادر دې ورسره خبرو ته کښیني.
رسنیو ته د طالبانو په لیږل شوې اعلامیه کې راغلي، د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي.
په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ په قطره کې د کیدونکې غونډې اجنډا لا نه ده څرګنده شوې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري به په پخوانیو غونډو کې د راپورته شویو مسائلو په تعقیب خبرې وکړي.
بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، معلومات یې ښيي چې د غونډې د سر موضوع به د ملګرو ملتونو له تورلیسته د یوشمېر لوړپوړو طالب چارواکو د نومونو ایستل وي ، په دغې جوړیدونکې غونډه کې به د طالب او امریکایي استازو بحثونه  لا هم وروستي نه شي.
 
https://avapress.com/vdceo78z7jh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته