دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 180263
ارګ: په لویه جرګه کې به تر څلورو زرو پورې کسان ګډون وکړي
ارګ وايي د روانې کب میاشتې په ۲۶مه نېټه به په کابل کې د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه جوړېږي.


په دغه جرګه کې به د افغانستان د سولې او مذاکراتو سرې کرښې مشخصېږي او د ټولو اړخونو نظریات به اخیستل کېږي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ښایي په دې جرګه کې له دوو تر څلورو زرو پورې کسان حضور ولري.

دده په خبره د کسانو د انتخاب د میکانیزم په اړه به وروسته رسنیو ته معلومات ورکړل شي.

ولسمشر غني څه موده وړاندې ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سولې لپاره به مشورتي لویه جرګه جوړوي.

د نوموړي دغه اقدام د ګڼو سیاسي ډلو له هرکلي سره مخ شو.

خو د حکومت په اړه یو شک دا هم دی، چې ښايي جرګې ته یوازې د خپلې خوښې وړ کسان راولي او په دې توګه به د ولس خبره بیا هم څوک تر نورو و نه شي رسولی.
https://avapress.com/vdcfvxdymw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته