دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 182588
تیرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو ته سخت تلفات اوښتی
ملی دفاع وزارت د یو اعلامیه په خپرولو سره تیرو ۲۴ ساعتونو کې د وسله والو طالبانو ته سخت تلفاتو څخه خبر ورکوی او وایی چی مشترک تهاجمی او تصفیوی عملیاتونو کې نږدی ۷۶ تنه طالب تروریستان وژل شوی، ۲۴ تنه یی ټپیان شوی او لسګونه نور نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، همدارنګه ملی اردو ځواکونه ۹ مشترک تهاجمی او تصفیوی بریدونه، ۸۲ کوماندویی خاص وظایف او ۱۵ هوایی بریدونه د دشمن پټنځایونو له منځه وړلو لپاره او هیواد بیلابیلو برخو کې د تروریستانو ګواښونو له منځه وړلو لپاره ترسره کړی دی.
د اعلامیه په اساس، هوایی ځواکونه ۱۳۲ پروازونه د مشترک عملیاتونو ترسره کولو په ملاتړ ترسره کړی دی.
دا عملیاتونه بادغیس، بدخشان، فاریاب، فراه، هلمند، غزنی، ارزګان، ننګرهار، کاپیسا، کنر، بغلان، بلخ او نیمروز کې ترسره شوی دی.
طالبانو تلفات د بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې ډیر دی او هوایی بریدونو په ترڅ کې چی قاطع ملاتړ ځواکونو له لوری د افغان ځواکونو په هماهنګی ترسره شوی، ۲۶ تنه ترهګر وژل شوی، ۳ تنه نور ټپیان شوی او یو ۸۲ ملی متری ضرب توب له منځه وړل شوی دی.
د داعش دوه تنه غړۍ په ننګرهار کې وژل شوی او عملیاتونه د کنر، بغلان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې په بریالیتونو سره ادامه لری.
ملی دفاع وزارت همدارنګه اعلان کړی دی چی په دی عملیاتونو کې، د ملی اردو دری تنه ځواکونه هم شهید شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdch6inz623n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته