دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 182713
ارګ: د عمران خان د ورورګلوۍ مشوره پر نړیوالو قوانینو تېری دی!
د افغانستان حکومت د عمران خان د ''ورورګلوۍ'' له مخې سلا پر نړیوالو قوانینو تېری وګڼله.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند صمیم عارف پر ټوېټر ولیکل چې د پاکستان صدرارعظم بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی چې پر نړیوالو قوانینو ''سخت'' تېری دی.
عارف پرون د اپرېل په پنځمه په دې ټوېټ کې لیکلي، پرته له دې چې دې ته وکتل شي چې په افغانستان کې څوک په واک دي، پاکستان په افغانستان کې د اغېزمن او فعال دولت د موجودیت مخالف دی.
ده وویل:
"د سولې جوړجاړی یوازې هغه وخت کېدلی شي چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی زده کړي او له دې لاس واخلي چې په زور هڅې کوي چې خپل ګاونډی تر اغېز لاندې کړي. "

عمران خان د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جمرود سیمه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې بیا وویل چې په افغانستان کې د یوه بې پلوه لنډمهالي حکومت جوړېدل غوره ګڼي چې هلته انتخابات وکړي او سوله ټینګه کړي.
خان د مارچ په پنځه ویشتمه نېټه هم داسې خبره کړې وه.
هغه وړاندیز کړی و چې په افغانستان کې دې لنډمهالی حکومت جوړ شي.
د عمران د خبرو په اړه هغه مهال هم د افغانستان حکومت سخت عکس العمل څرګند کړ.
خو خان پرون د هغې خبرې په دفاع کې وویل چې افغانان وروڼه ګڼي او د ''ورورګلوۍ'' له مخې يې دا مشوره ورکړې وه.

دی وایي:''دا مداخله نه ده، مشوره ده.''
خو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو امکان څومره دی؟
په کابل کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د اپرېل په پنځمه ازادي راډیو ته وویل چې داسې اټکلونه ناسم دي.
هغه وویل، په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې اولویت لري.
دی زیاتوي:"په حقیقت کې اوس دا ډېره مهمه ده چې له افغانانو سره مرسته وشي چې په سپټمبر کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته تیار شي او پر وخت یې ترسره کړي."
د ناټو ملکي استازي وویل چې د ټاکنو او سولې له پروسې سره مرستې ته متعهد دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې به د حکومت په وینا، د سپټمبر په اته ویشتمه وشي.
نیکولاس کې باور څرګند کړ چې په د جمهوري ریاست انتخابات ممکن دي.
هغه وویل، د ۲۰۱۹ میلادي کال افغانستان له هغه سره چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې و، فرق لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzinzx23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته