دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 184870
مقر کې د طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې (۷) ماشومان شهیدان شول
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د چمبرانو په سیمه کې نن سهار شاوخوا(۸:۳۰) بجي د وسله والو طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې اوه(۷) ماشومان شهیدان او دوه (۲) تنه ټپیان شوي دي.

یاده پیښه داسي مهال رامنځته شوي چې یاد ماشومان کلي ته څیرمه پر لوبو بوخت وو، چې پر مهال یې د طالبانو لخوا په لاره کې پر ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې وسله وال طالبان تل له هستوګنیزو کورونو څخه د سپر او سنګر په توګه کار اخلي او ترڅنګ یې په عامه لارو کې ماینونه ځای پر ځای کوي چې ډیری مهال یې قربانیان بیګناه ملکي کسان وي.
دغه راز د یوبل خبر له مخي تیره شپه شاوخوا(۱۲:۲۰) او (۱:۰۰) بجي د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ او د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ ترمنځ پراته د شفتل، جنګلي او دو آب سیمو کې د ائتلاف ځواکونو په هوایې بریدونو کې اته (۸) تنه طالبان وژل شوي او (۱۱) تنه ټپیان شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5o0fzyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته