دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۲۲:۰۸
د مطلب کود : 53518
ننګرهار: په ګډو عملیاتو کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نیول شوي
افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې عملیات کړي.

د خوګياڼو ولسوال سیدالرحمن ازادۍ راډيو ته ویلي؛ چې تیره شپه افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو تیره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ په ترمی سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې يې څلور تنه وسله وال وژلي او اووه تنه نور يې له ځانه سره وړي دي.

خو وسله وال طالبان بیا وايي، چې تیره شپه د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې پینځه تنه وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoiei.uqetvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته