دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 186209
خالد،د امنیتي وضعیت ارزونې او د طالبانو له زندانه د را خلاص شوو زندانیانو د لیدنې په موخه کندهار ته تللی
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد دکندهار د امنیتي وضعیت دارزونې او دغه راز په وروستیو کې په هلمند او زابل ولایتونو کې د کومانډو ځواکونو له لوري د طالبانو له زندان څخه د راخلاص شوو زندانیانو د لیدو په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی دی.

دملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،:” په دغه سفر کې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د کندهار امنیه قوماندان تادین خان او لوړپوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه وکړه او د دغه ولایت د لا ښه امنیت د ټینګښت په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې”.
 خبر پاڼه زیاتوي چې ښاغلي اسدالله خالد له هغو آزاد شوو زندانیانو سره، چې څه موده مخکې د کمانډو ځواکونو له خوا د زابل او هلمند ولایت د طالبانو له بنده خوشې کړل شوي و هم لیدنه وکړه.
په پای کې د ملی دفاع وزیر د کمانډو ځواکونو څخه د طالبانو له بنده د ملي اردو سرتېرو د خوشې کېدو له امله مننه کړې او هوایي ځواکونو ته دنده سپارلې ، چې دا ټول آزاد شوي سرتیري خپلو ولایتونو ته ورسوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg0b89rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته