دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 187500
زابل ولایت کې د ملي اردو په یوه کمین کې څلور وسله وال وژل شوي
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي اردو په یوه کمين کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په دی اړه رسنیو ته وويل، دغه پېښه تېره شپه په دايچوپان ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړه: په دایچوپان ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه کمین کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې وسله والو د ملي پولیسو پر پوستو برید کړی.
تراوسه د دغې پېښې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
https://avapress.com/vdcgzu9qzak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې