عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیسو ویاند ددی پيښی په تایید سره وایی چی تښتول شوی کسان د یو بانک کارکوونکی وو.
د هغه په وینا، دا کارکوونکې پولیس ځواکونو سره هماهنګی نه پرته نن سهار ۷:۰۰ بجو په شاوخوا اسلام قلعه لوری ته حرکت کړي چی د لاری په اوږدو کی د قدوس آباد په سیمه کې د ناپیژانده وسله والو له لوری تښټول شوی دی.
ښاغلی ولیزاده ټينګار کړی دی چی پولیس ددی کسانو آزادولو عملیات په سیمه کې شروع کړي او د تښتوونکو په لټه دی.