دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 254011
د ټاپي پروژې عملي کار به په راتلونکو شپږو میاشتو کې پیل شي
د ټاپي پروژې اجرائيه رئيس د هرات له والي سره په کتنه کې وويل چې هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکې د غځولو د پروژې عملي کار به په راتلونکو شپږو مياشتو کې پيل شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: محمد مراد امانوف؛ د ټاپي پروژې اجرایوي رییس د هرات له والي سره په لیدنه کې وویل، چې د ټاپي پروژې عملي کار به په راتلونکو شپږو میاشتو کې پیل شي.
 
د هرات سيمه ييزې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې غونډه کې د خواجه عوضوف؛ په کابل کې د ترکمنستان سفیر او محمد مراد امانوف؛ د ټاپي پروژې اجرایوي رییس هم حضور درلود.
 
امانوف وویل، «موږ د افغان حکومت له خوا د ځمکې استملاک ته انتظار یو،» هغه یادونه وکړه چې له ترکمنستان څخه هند ته د ګازو د لېږد پروژه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې پیل شي.
 
په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر هم وویل چې د ځمکې استملاک باید د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.

 مولوي اسلام جار; د هرات والي دغه راز وويل، چې د هرات خلک د ټاپي پروژې ته د هيلې د يوې کړکۍ په سترګه ګوري او موږ دا پروژه يو تاريخ ګڼو.

د هرات والي زياته کړه: په قندهار کې د افغانستان د اسلامي امارت رهبر له دغې پروژې سره ځانګړې لېوالتيا لري او ډېر ژر به په دې برخه کې ځانګړی استازی وټاکي.

 اسلام جار ژمنه وکړه چې د هرات سیمه ییز حکومت به ژر تر ژره د ټاپي پروژې لپاره د ځمکې استملاک نقشه چمتو کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې له افغانستان او پاکستان څخه هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژه کلونه وړاندې پيل شوې وه.
د پایپ لاین د جوړولو کار د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې په ترکمنستان کې پیل شو.
 
د دې پروژې مفکوره په ۱۹۹۷ کال کې د افغانستان د اسلامي امارت د پخوانۍ دورې پر مهال رابرسیره شوه، خو په افغانستان کې یې د امنیتي ستونزو او د ځمکې د استملاک له امله تر اوسه عملي کار نه دی پیل شوی.
 
https://avapress.com/vdciz5arzt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته