دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 193363
د وسله والو طالبانو د یوې ۷۰ کسیزې ډلې قوماندان وژل شوی
 دفاع وزارت وایي، د تخار ولایت پولیسو د دې ولایت په مرکز تالقان ښار اړوند په کنجک سرایسنګ سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ستر او کلیدي قوماندان قاري محمد الله چې په “ذید” مشهور و، له یوه ساتونکي سره یو ځای وژلی دی.
دفاع وزارت زیاتوي، چې ذید د وسله والو طالبانو د یوې ۷۰ کسیزې ډلې مشري کوله او له مودو راهیسې یې په تالقان ښار، هزارسموچ او بهارک ولسوالیو کې په دولت ضد فعالیتونه کول. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcaien6e49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته