دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 194756
د افغانستان خارجه چارو وزارت اسلام آباد کې افغانستان سفارت یو مقام احضاریدو په وړاندی سخت غبرګون ښودلي
د هیواد خارجه چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت یو مقام احضاریدو په وړاندی سخت غبرګون ښودلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ په لوړه اعلامیه کې راغلی دی: د افغانستان اسلامی جمهوریت خارجه چارو وزارت خپل سخت اعتراضات اسلام آباد کې د افغانستان سفیر احضاریدو په وړاندی ښودلي او دا عمل د دیپلوماتیک عرف او موازینو برخلاف بللی دی.
افغانستان اسلامی جمهوریت یوځل بیا د پاکستان حکومت څخه غواړی چی خپل دیپلوماتیک اړیکې ددی هیواد سره، د بین المللی کنوانسیونونو او دیپلوماتیک قبول شوی عرف په ړڼا کې سوق کړی.
افغانستان اسلامی جمهوریت همدارنګه د پاکستان اسلامی جمهوریت سفارت امنیتی اندیښنو ادعاوو په اړوند په کابل کې، چی د هغه هیواد قنسولګری تړل کېدو لامل شو، لیکی چی دا ادعا د افغانستان دولت له لوری په سخته توګه څېړل کیږی او اطمینان ورکوی چی افغانستان دولت د هغه هیواد دیپلماتانو او نورو سفارت خانو مصوونیت تامین باندی متعهد دی.
 
https://avapress.com/vdchmknz-23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته