دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 196769
ننګرهار اچین کې داعش ۱۱ تنو وژل کېدل
دفاع وزارت مسئولین ویلی دی چی ننګرهار ولایت مربوطه سیمو کې هوایی ځواکونو بریدونو په ترڅ کې داعش تروریستی ډلې ته تلفات اوښتی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فواد امان، د دفاع وزارت ویاند، شنبه ورځ(۹ قوس) خپل توییتر کې لیکلی دی چی د ننګرهار ولایت اچین ولسوالی کې د ځواکونو هوایی برید په ترڅ کې ۱۱ تنه داعش تروریستان وژل شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی اخیرو څو اونیو کې، د ۲۵۰ څخه ډیر داعش جنګیدونکې او ۶۵۰ څخه ډیر کورنۍ غړۍ یی د ښځو او کوچنیانو په ګډون دولت ته تسلیم شوی دی.
ننګرهار ولایت امنیتی مسئولین اعلان کړی دی چی داعش تسلیم شوی کسان د پاکستان، ایران، تاجیکستان، آذربایجان، قزاقستان، مالدیف او اوبیکستان څخه دی.
دا په داسی حال کې دی چی دفاع وزارت اعلان کړی وو چی داعش تروریستان د نظامی فشارونو له امله امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی، خو طالبانو دا ادعا کړی دی چی داعش جنګیدونکې د هغه په محاصره کې وو او افغان امنیتی ځواکونه دا جنګیدونکی ژغورلی دی.
 
https://avapress.com/vdcd990fnyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته