دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 197324
کرکټ: هند او ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي
د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ نن ماښام شپږ بجې پیلېږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د هند په کوربه توب د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کېږي.
ویسټ انډیز هند ته سفر کړی او تر دې وړاندې یې افغان لوبډلې سره د درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبۍ لړۍ ترسره کړه، چې د شل اوریزو لوبو لړۍ افغان لوبډلې، خو د یو ورځینیو او ټېسټ لوبې لړۍ ویسټ انډیز وګټله.
https://avapress.com/vdcb5zb8arhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته