دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 201364
کنړ ولایت باندی پاکستان له لوری ۲۰۰ راکټه توغول شوی دی
  نظامی چارواکې وایی چی دوشنبه ورځ د ۲۰۰ څخه ډير راکټونه د دوو ساعتونو په ترڅ کې د پاکستان خاوری څخه کنر ولایت باندی توغول شوی دی.

 
جنرال میرویس صافی د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دوهم لوا په دی بریدونو کې د دوو سرحدی پولیسو ټپی کېدو څخه خبر ورکړ.
 
د ښآغلی صافی په وینا، سرکانو ولسوالی او ناوه، ناوه پاس او څو نور سیمی په دی ولایت کې د پآکستانی ځواکونو توپخانه یی بریدونو لاندی قرار نیولی دی.
 
دا مسوول چارواکې همدارنګه وویل: موږ پرچا باندی تعارض نه دی کړی. پاکستانیان تعرضی حالت کې قرار لری او هڅه کوی ترڅو امنیتی وضعیت خراب کړی او یا زموږ پوستی له منځه یوسی. برنامه درلود چی زموږ سرحدی پوستی په مکمل توګه تخریب کړی. امنیتی ځواکونه په شجاعت او قهرمانی سره هغوی ځواب ورکړ. موږ د هر ډول ځواب لپاره آمادګی لرو.
 
د افغانستان حکومت څو ځلې د پاکستان دا ډول بریدونو په اړه سازمان ملل متحد ته شکایت کړي او هغه هیواد باندی فشار راوستلو غوښټونکې شوی دی.
 
پاکستانی چارواکې تراوسه د دوشنبه ورځي بریدونو په اړه څه نه دی ویلی، خو په تیرو کې ټینګار کړي چی بریدونه مرزی سیمو کې د شورشی ډلو ټکولو لپاره صورت نیسی.
 
https://avapress.com/vdcb08b5arhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته