دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 202350
د «کُرونا» ویروس پراختیا په لړ کې روغتیا نړیوال سازمان اضطراری وضعیت اعلان کړي
د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا ویروس سره مقابله لپاره په ټول نړۍ کې اضطراری وضعیت اعلان کړی دی.  

 
نړیوال روغتیایی سازمان د کرونا ویروس خپریدو څخه مخنیوی لپاره په نړۍ کې اضطراری وضعیت اعلان کړی دی.
 
دا سازمان پنجشنبه شپه په یو ریپورت کې اعلان کړي چی کرونا ویروس باندی اخته کسانو شمیر د چین څخه دباندی ۹۸ تنو ته رسیدلی او ددی لپاره چی ددی ویروس سره مقابله وشی، دا اضطراری وضعیت اعلان ته اړتیا شته.
 
په دی حال، نړیوال روغتیایی سازمان د چین سره تجارت نه کولو او دا هیواد ته سفر نه کولو باندی توصیه ونه کړ.
 
د هغه آمارو په اساس چی د کرونا ویروس اخته کسانو خپره شوی، ۱۷۰ تنه په چین کې وژل شوی او د ۷۷۰۰ څخه ډیر یی په دی ویروس اخته دی. همدا اوس ۱۵ هیوادونه د نړۍ په سطحه ددی ویروس سره مقابله کوی او په آمریکا کې یی اخته کسانو شمیر ۸ ته رسیدلی دی.
 
 
https://avapress.com/vdchminiv23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته