دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 212461
د ناټو ملکي استازی: افغانستان کې کرونا ویروس د سولې بهیر اغېزمن کړی
په افغانستان کې د ناټو نوی ملکي استازی وایي، کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د سولې بین الافغاني مذاکرې هم اغېزمنې کړې دي.

د سټیفانو پونتي کورفو په وینا، د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي ځینې غړي په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د افغانستان لپاره د ناټو نوی ټاکل شوی ملکي استازی وايي، کرونا ویروس د ټولنې د نورو اړخو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسه هم اغېزمنه کړې ده.

سټیفانو پونتي کورفو له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، هم د حکومت او هم د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ځینې کسان په کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

ښاغلي پونتي کورفو ډاډ وښود، چې دا ستونزه به د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د کوم ژول بدلون سبب نه شي.

هغه زیاته کړه: "راپورونه وايي، د دواړو لوریو د مرکچي پلاوو ځینې غړي په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، ما شخصاً د جمهوري دولت په اړخ کې تماس نیولی چې په کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوي، که څه هم دې ناروغۍ د مرکچي ډلو جوړښت اغېزمن کړی، خو دغه مرکچي ډلې به د کوویډـ۱۹ له کبله بدلې نه شي، مثلاً زه پوهېږم، چې جمهوريت د مرکچي ډلې ځینې غړي چې په دې ناروغۍ اخته دي، قرنطین کوي، کله چې یې ټیسټ منفي شو، له دوحې سره تماس ټینګوي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري پرون جمعه ازادي راډیو ته ویلي چې د کرونا ویروس له کبله د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې ټکنۍ شوې دي.

د امریکا چاپ فارن پالیسۍ خپرونې د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه خبر ورکړی و، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ښايي په کرونا ویروس مړ شوی وي.

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وروسته له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی د مشرتابه هېڅ یو غړی په کرونا ویروس نه‌دی اخته شوی.

فارین پالېسي خپرونې لیکلي وو، ملا هبت اله تر څنګ په کرونا ویروس د نورو طالب مشرانو اخته کېدل د دې سبب شوي، چې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د عملياتو مشري پر غاړه واخلي.

تر دې مخکې د غبرګولي/جوزا میاشتې په لومړیو کې عبدالله عبدالله ته نږدې ځینو سرچینو ویلي وو، چې د حکومت د مرکچي هیئت ځینې غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

خو له دغو ستونزو او خنډونو سره- سره د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی ډاډمن دی، چې بلاخره به بین الافغاني مذاکرې په نږدې راتلونکي کې وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb05b58rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته