دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 212108
لوګر امنیتي چارواکي: د طالبانو له‌خوا ايښودل شوي ماینونه شنډ شول
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، ګډو ځواکونو په محمد اغې ولسوالۍ کې هغه دوه ماینونه شنډ کړي چې وسله‌والو طالبانو د تګ راتګ پر یوې لارې خښ کړي وو.

د لوګر د پولیسو ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته ویل، پل قندهاریو سیمه کې خښ شوي دغه ماینونه پرون کشف او هملته له منځه یوړل شول.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پرون د لوګر ګردیز لویه لاره کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه کې د سپرلۍ یو موټر څو ځایه په مرمیو ولګېد چې ۱۲ تنه په کې ټپیان شول.
https://avapress.com/vdcjy8e8ouqevvz.b,fu.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته