د پکتیا صنعتکارانو ټولنې مشر فضل الدین جلالزی وایي په دغه ولایت کې تر ۳۰۰ کوچنیو او لویو پانګوالو د پانګونې په موخه نوملیکنه کړې خو حکومت ورته د هغه په خبره د همکارۍ پر ځای ستونزې جوړوي . جلالزي وویل د امنیت ستونزو تر څنګ د صنعتي پارک او برېښنا نه شتون هغه خنډونه دي چې له امله یې د پانګونوالو زړه له کاروبار څخه تور شوی دی . « تر نن ورځې پوري دولت پکتیا ته څه کړي دي د هېواد څلویښت سلنه صنعتکاران پکتیا وال دي ، په ټولو ولایتونو کې پکتیا وال شتون لري چې تجارت وکړي. موږ درې سوه کسانو په صنعتي پارک کې د پانګونې په موخه نوملیکنه کړې ده مګر کوم چلند چې نن ورځ د افغانستان حکومت له موږ سره کوي د صنعتکارانو ملا ماتوي.» د پکتیا سوداګرۍ خونې مشر نصیر علم یار د یادي خبرې ناستې پر مهال وویل د هېواد نوري ډيري لارې اوس بېرته د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصي دي. نوموړی هم وايې پکتیا سوداګرو ته په تېرو څو میاشتو کې د ډنډ پټان لاري تړل کیدو شاوخوا اویا میلیونه افغانۍ زیان رسولی، که خلاصه نه شي ډیری پانګوال به له تجارت او سوداګرۍ څخه لاس واخلي. « دغه یوه ترانزیټي لاره ده چې په وروستیو کې يې د سوداګرو لپاره لويي ستونزې پیدا کړې دي، زموږ هغو کسانو چې په دې لاره باندې يې کاروبار کاوو هغوی له کاره لوېدلي دي. د اویا میلیونه افغانیو په شاوخوا کې زموږ سوداګرو له دې امله زیان کړی چې خپل موټرونه يې د پولې هغې غاړې ته پاکستان کې بند پاتې دي.» یاده دي وي چې په پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل تازه پر خپل فېسبوک پاڼه هم ليکلي چې د روانې چنګاښ مياشتې په ۲۲ نېټه به د پکتيا ډنډ پټان او د پکتيکا انګور اډې لويې لارې د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شي.