د ناوې ولسوال او ځايي امنيتي مسؤلين د سيمې له مشرانو سره د دغې ولسوالۍ د امنيت په تړاو ناسته وشوه.
دې ناستې ته د ناوې مخور قومي مشران هم رابلل شوي وو او له هغوی د همکارۍ د غوښتنې ترڅنګ وړانديزونه هم واورېدل شو.
يادو مشرانو د ناوې ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چي د ولسوالۍ د امنیت د تامین له پاره دي ټول نظامي ځواکونه د تل په څير په همدغه ډول په همغږۍ خپل فعاليتونو ته دوام ورکړي.