دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 217149
د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له دریځ څخه د چین او هند ملاتړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وز ارت وايي، چې د چین او هند د بهرنیو چارو وزیرانو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ کړی او په دغه هیواد کې يې د جمهوري نظام په دوام هم ټینګار کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دوه جلا اعلامیو کې، چې چهارشنبه اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) د ورځې ناوخته یې خپرې کړي ویلي، چې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ يي او د هند د بهرنیو چارو د وزیر سوبرامانیام جیشنکر سره په جلا تیلیفوني اړیکو کې طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل، سیمه ییزې اجماع، تاوتریخوالي کمیدو، بشري اوربند او د بندیانو د خوشې کیدو په مسلو خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویل شوي " په افغانستان کې سوله باید تل پاتې،پراخه او د سولې وروسته د جګړو د پیلیدو مخه ونیسي او دا ډول سوله یوازې د اساسي قانون او د جمهوري نظام په چوکاټ کې امکان لري".
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکر هم د محمد حنیف اتمر سره په تیلیفوني خبرو کې طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له دریځ او په دغه هیواد کې د جمهوري نظام د دوام او د تیرو ۱۹ کلنو د لاس ته راوړنو د ساتلو څخه ملاتړ کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغو دواړو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځ ته کیدو څخه هم ملاتړ څرګند کړی دی.
افغانستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره په داسې حا کې هڅې کوي، چې تراوسه د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرو د پیل لپاره کومه نیټه نه ده ټاکل شوې.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د تیرې ورځې په تیلفیوني خبرو کې ښاغلي اتمر د سیمه ییز اتصال او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر مسلو هم خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي اتمر د ښاغلي وانګ يي څخه په افغانستان کې د چین د پانګونې د زیاتیدو او په ځانګړي ډول د عینک د مسو د کان په مسلې هم خبرې کړي دي.
د عینکو د مسو کان یو چینايي شرکت په اجاره اخسیتی، خو د یو لسیزې څخه د زیاتې مودې په تیریدو اوس هم په دغه کان باندې کار نه دی پیل شوی.
همداشان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د هند او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو د کابل ډهلي ترمنځ د الوتنو د بیرته پیلیدو پر مسله هم خبرې کړي دي.
د کابل او نوي ډهلي ترمنځ الوتنې د مارچ په وروستیو کې د کرونا وبا د اغیزو د مخنیوي لپاره بندې شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxae8huqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته