د غزني ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ارغلي، غزني ولایت ته د ملي دفاع وزارت په لارښوونه تازه دمې کومانډو سرتېرې رسېدلي دي او په هغو سیمو کې مېشت شوي چې له څو ورځو را هیسې په کې جګړه روانه وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، غزني ته تللي کومانډو سرتېري غزني ښار ته څېرمو سیمو او دغه راز اندړو ولسوالۍ ته څېرمه په ارزو سیمه کې مېشت شوي دي.
غزني ولایت ته د کومانډو ځواکونه وروسته تر هغه ځي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د دغه ښار پر ځينو سیمو کې د طالبانو له لورې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه روان دي.
د یادونې ده چې د غزني ولایت په ارزو سیمه کې د طالبانو له لورې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته سخت بریدونه روان و چې تېره شپه د یادې پوستې یو سرتېري هم د ډېرې تندې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و او پنځه نور سرتېري بیا طالبانو ته تسلیم شوي وو.
بلخوا راپورونه وایي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د تمکي پر بازار برید کړی و چې له دوه ساعته جګړې وروسته دغه بازار د طالبانو لاس ته لوېدلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)