دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 220923
صالح: مجرمان دوه انتخابه لري یا دې انسانان شي یا به زندان ته ځي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، مجرمان دوه انتخابه لري یا دې انسانان شي یا به زندان ته ځي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیتي مسئولیت تر اخیستو وروسته نن په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، مجرمان دوه لاري لري یا دې انسانان شي له هغه کړنو دې لاس واخلي چې د خلکو د تکلیف سبب کرځي یا به هم زندان ته ځي.
نوموړي دغه راز ویلي، په کابل کې چې هرڅوک بې اسنادو موټر لري باید خپل اسناد قانوني کړي او په خبره یې له دې وروسته که په کابل کې بې اسنادو موټر ونیول شو یا به پولیسو ته ورکول کېږي یا هم د شهیدانو کورنیو ته.
امرالله صالح وایي، د کابل ښاریان له رواني لحاظه امنیت نه لري او په وینا یې ډېر ژر به کابل ته رواني او واقعي امنیت راولي.
صالح دغه راز په خپله فېسبوک پاڼه ځيني شمېرې هم ایښې دي او له خلکو یې هیله کړې چې له پولیسو سره د مجرمانو په پیدا کولو کې مرسته وکړي او د ښار له هرې سیمې په ذکر شویو شمېرو دوی ته معلومات ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د وروستیو نا امنیو له کبله د شنبې په ورځ د ولسمشر د فرمان له مخې د کابل امنیتي مسئولیت د څو اوونیو لپاره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxz0xsyt0xn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته