دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 253794
د افغانانو د سترې غونډې نېټه به د اسلامي امارت د عالي مقام له منظورۍ وروسته اعلان شي
د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، د افغانانو د سترې غونډې د جوړولو پلان لا نهايي شوی نه دی او کار روان دی. د نوموړي په وینا، د پلان له بشپړېدو او د اسلامي امارت د رهبرۍ له منظورۍ وروسته به د غونډې نېټه اعلان شي.
افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، د غونډې د ترسره کیدو په اړه کار روان دی او د غونډې له پای ته رسیدو وروسته به په کندهار کې د اسلامي امارت عالي مقام ته واستول شي.

انعام الله سمنګاني وايي: وروسته له دې چې ملا هبت الله اخندزاده د غونډې طرحه تصویب کړه، د غونډې نېټه به اعلان شي.
 
خو ویل کیږي چې د اسلامي امارت سیاسي کمیسون په داسې پلان کار کوي چې یوه افغاني ډله جوړه کړي او په ځینو مسایلو به ورسره سلا مشورې وکړي.
 
د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون ویاند زیاته کړه: ټاکل شوې د افغانستان د ملي شورا لویه غونډه په نږدې راتلونکي کې د سیاستوالو په شتون سره په کابل کې جوړه شي، د دغې غونډې د ترسره کیدو پر پلان اوس کار روان دی.
 
د اسلامي امارت چارواکي وايي، د سیاسي چارو کارپوهانو «له شرایطو سره سم د دغه پلان هرکلی کړی او له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره یې دا غونډه اړینه ګڼلې ده.
 
تر اوسه څرګنده نه ده چې د افغانانو د جرګې اجنډا څه ده او تر کومه حده ده.
 
https://avapress.com/vdcf1md0jw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته