دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 254123
د ماشومانو د کار پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګری ملتونه له یونیسف سره خپله همکاري ګړندۍ کوي.
لکه څنګه چې د ماشومانو د کار د له منځه وړلو نړیواله ورځ نږدې کیږي، د کار نړیوال سازمان په ټویټ کې لیکلي چې دوی د یونیسف سره خپله همکاري زیاتوي ترڅو په افغانستان کې د ماشومانو د کار ستونزې حل کړي.
افغان غږ خبری آژانس، نن یکشنبه (د غبرګولي ۲۲ مه) د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.
 
د کار نړیوال سازمان په همدې مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو د کار د ستونزې د حل لپاره له یونیسف سره خپله همکاري پیاوړې کوي.
 
په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد عویا وویل، «هر ماشوم حق لري چې لوبې وکړي، زده کړي وکړي او یوازې ماشوم وي.
 
پر افغانستان د اسلامي امارت له تسلط او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو له محدودېدو او همدارنګه د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته په هېواد کې فقر او لوږه پراخه شوه. خراب اقتصادي وضعیت ځینې اړ کړي چې ښوونځي پریږدي او خپل ماشومان کار ته واستوي.
 
په افغانستان کې اکثره ماشومان په ښارونو او سړکونو کې په کار بوخت دي.
 
د تېرو کلونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان کار کوي
نږدې ۲.۱ میلیونه ماشومان د پنځو څخه تر اوولسو کلونو پورې عمر لري.
 
د بشري حقونو سازمانونه په داسې حال کې په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښمن دي، چې وايي دغه ماشومان د فزیکي او رواني روغتیا له جدي ګواښ سره مخ دي.
 
د یونیسف په وینا، په نړۍ کې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې کارګر ماشوم دی، چې نیمایي یې په خطرناکو کارونو بوخت دي چې په مستقیم ډول د دوی روغتیا او پرمختګ له خطر سره مخامخ کوي.
 
https://avapress.com/vdcci0qi12bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته