دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 255599
مالدیو ته د سریلانکا د ولسمشر تېښته
خبری سرچینو خبر ورکړی چې د سریلانکا ولسمشر له استعفا څو ساعته مخکې مالدیو ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په داسې حال کې چې مخکې اعلان شوی و چې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا به نن (چهارشنبه) خپله استعفا وړاندې کړي، خو سرچینو رویټرز ته ویلي چې نوموړی مالدیو ته تښتېدلی دی.
 
د کډوالۍ یوې ادارې رویټرز ته ویلي چې راجاپاکسا له خپلې مېرمنې او دوو ساتونکو سره د سریلانکا هوايي حریم پرېښود.
 
یوې حکومتي سرچینې او راجاپاکسا ته نږدې کس هم ویلي چې هغه اوس د مالدیو په پلازمینه مالی کې دی. دغې حکومتي سرچینې ویلي چې د سریلانکا ولسمشر په پام کې لري چې بل اسیايي هېواد ته ولاړ شي.
 
د هېواد د کډوالۍ ادارې یوه چارواکي هم اعلان وکړ چې چارواکي نه شي کولای له هېواده د وتلو لپاره د ولسمشر پر وړاندې ودرېږي.
 
د سریلانکا د ولسمشر د تېښتې له اعلان څو ساعته وروسته د دغه هېواد حکومت په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.
 
سریلانکا له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ ده، چې په ۱۹۴۸ کال کې له خپلواکۍ وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو بد بحران دی.
 
پرون د ګوتابایا راجاپاکسا د وتلو په اړه ګونګوسې وې، چې په لومړي سر کې یې رد کړې وې، خو اوس په مالدیو کې د هغه د شتون خبرونه خپاره شوي دي.
 
په سریلانکا کې له څو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي، تېره اوونۍ په زرګونو مظاهره چیانو د دغه هېواد په پلازمېنه کولمبو کې د سریلانکا د ولسمشرۍ ماڼۍ او بیا د لومړي وزیر دفتر ونیوه.
 
 
https://avapress.com/vdcaomnuo49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته