دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 255630
د روسیې ۱۶ ټنه مرستي کابل ته راورسېد
په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پیښو له قربانیانو سره د روسیې بشري مرستي د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ته وسپارل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: انتون لاوروف؛ په کابل کې د روسيې د سفير مرستيال وويل، چې په دې لېږد کې ٣٠ خېمې، ١٠٠٠ کمپلې او درمل شامل دي.
 
نوموړي دغه بشري مرستې پرون چهارشنبه (د سرطان ۲۲مه) و غلام غوث ناصري ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست وزیر وسپارلي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست وايي، دغه مرستې به په ټول افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو سره په شفاف ډول ووېشل شي.
 
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې په پکتیکا ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې او په دې وروستیو کې د سېلابونو له امله په هېواد کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
 
د دغې زلزلې په نتيجه کې تر زرو زيات کسان شهيدان او تر درې زره زيات ټپيان شول او د پکتيکا او خوست ولايتونو د اوسېدونکو څه دپاسه ١٧٠٠٠ د استوګنې کورونه ويجاړ او د سېلابونو له امله په سلګونو تنه مړه او ټپيان شول.
 
https://avapress.com/vdcgwn9xzak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته