دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 255691
د برتانوي ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو د وژنې په اړه د څېړنو بیا کتنه / د ملکي وګړو وژنه له وړاندې شوې شمېرو څخه ډېره ده
د برتانیې د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د برتانیې د پوځي ځواکونو له خوا د ۵۴ ملکي افغانانو د وژلو په اړه پر تحقیقاتو بیا کتنه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د برتانیې د دفاع وزیر جیمز هیپي رسنیو ته ویلي، که د ۵۴ افغانانو د قتل د تورونو په اړه شواهد شریک شي، دا موضوع به هیره نه کړي او په اړه به یې پوره څیړنه وشي.
 
د ځینو خبرونو او راپورونو له مخې چې په رسنیو کې خپاره شوي دي، برتانوي ځواکونو په قصدي توګه د ۲۰۱۰ کال د نومبر او ۲۰۱۱ کال د مې تر منځ په هلمند ولایت کې ۵۴ ملکي وګړي وژلي دي.
د بريتانيا د کارګر ګوند د ۵۴ ملکي افغانانو د وژنې په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
 
ناټو په افغانستان کې د وړاندې شویو احصایو په پرتله زیاتې وژنې کړي دي
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته ویلي، د ناټو ځواکونو په افغانستان کې د مېشتو افغانانو د وژلو شمېر تر هغه زیات دی، چې راپور یې ورکول کېږي.
 
هغه وويل: حقيقت دا دى چې په تېرو شلو کلونو کې هغو ډلو چې دلته پوځي حضور درلود، زموږ په هېواد کې ورته جنايتونه کړي دي. "دا موضوع يوازې په ٥٤ کسانو پورې محدوده نه ده."
 
د رویټرز له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، د امریکا او ناټو د ۲۰ کلن حضور په موده کې په افغانستان کې تر ۳۰ زره ډېر ملکیان وژل شوی دی.
 
په دې احصایه کې د جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو پر مهال ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله هم شامله ده.
 
د رویټرز خبري آژانس د شمېرو له مخې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان کډوالو شمېر ۱۱ میلیونو ته رسېدلی او ۷۲ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې راغلي دي.
 
https://avapress.com/vdcdnk0xfyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته