دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 258202
د تبیان ۳۰ کلنو فعالیتونو په هیواد کې د فکري بې ثباتۍ مخه ونیوله
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس وايي، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د تبیان مرکز کلتور فعالیتونه د عامه ذهنیت په جوړولو او سمبالښت کې ډېر ګټور تمام شوي او هېواد یې له فکري بې ثباتۍ څخه ژغورلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په مزارشریف کې د تبیان د ټولنیزو فرهنګی فعالیتونو د مرکز د جوړیدو د ۳۱مې کلیزې په مناسبت د صالح محمد خلیق؛ د بلخ د ليکوالو ټولنې مشر او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رييس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: تبيان هغه مرکز دى چې تل يې د کلتور کارونو په ترسره کولو کې لوړ لاس کړى او د هېواد په کلتوري برخو کې يې ډېر خدمتونه کړي دي.
 
هغه زياته کړه چې د تبيان کلتوري فعاليتونه تل د هېواد د کلتور د ودې لپاره ځانګړي او ډېر ګټور کارونه کړي دي.
 
خليق په هېواد کې د تبيان د ٣٠ کلن فعاليت يادونه وکړه او ويې ويل چې د تبيان د مسوولينو ښه مديريت، تدبير او وړتيا د دې لامل شوې چې دغه مرکز په تېرو ٣٠ کلونو کې له ډېرو ستونزو سره سره په هېواد کې فعاليت وکړي او په شا نه شي.
 
د بلخ دغه کلتور کارپوه ټینګار وکړ چې کلتوري فعالیت په اوسني وضعیت کې د افغاني ټولنې اړتیا ده. ځکه چې په هېواد کې پراخ کلتوري یرغل روان دی او د تبیان په څېر د مرکزونو فعالیت د ټولنې یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کېږي.
 
هغه وويل، د تبيان مرکز د کلتور فعاليتونو په ترسره کولو سره په هېواد کې د فکري بې ثباتۍ مخه نيولې او د فکري ودې او هېواد په يوه کلتوري فضا بدلولو کې د دغه مرکز کار ډېر اغېزمن تمام شوى دى.
 
خلیق د خپلو خبرو په پای کې وویل، دی غواړي چې د تبیان مرکز په ټول هیواد کې خپل کلتور او ټولنیز فعالیتونه پراخ کړي او د ځوان نسل د فکرونو د بیدارۍ لامل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې ۳۱ کاله وړاندې د سنبلې په پنځلسمه د تبیان د ټولنیزو کلتور فعالیتونو مرکز جوړ شو او د درې لسیزو فعالیتونو په کلتور تمایل بدل شو او په زرګونو خلکو یې له خدمتونو او روزنیزو زده کړو څخه ګټه پورته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdce7v8wwjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته