دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 258307
څه باندې ۲۰۰ افغان کډوال له تاجکستان څخه وایستل شول
د تاجکستان د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه هېواد شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي. د دوی په وینا دا کار د دې لامل شوی چې یو شمېر کډوال د اخراج له وېرې په تاجکستان کې د هېواد سفارت ته پناه یوسي.
افغان غږ خبری آژانس: یو شمیر افغان کورنیو د اجباري اخراج له ویرې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته پناه وړې ده.
 
د یوریشیا نیټ په نوم یوې امریکايي رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، هغه سازمانونه چې له افغان کډوالو سره کار کوي، هغوی ته سپارښتنه کړې چې له اړینو حالاتو پرته له خپلو کورونو نه ووځي.
 
په راپور کې د یوه افغان کډوال په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویل شوي: "نن زما درې ګاونډیان شړل شوي، تر اوسه د دوی د شړلو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي."
 
د يادونې ده، چې د روان کال په پيل کې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې شاوخوا لس زره افغان کډوال مېشت دي. له هغه وخت راهیسې، د دوی شاوخوا ۴۰۰۰  په کاناډا کې استوګنه ترلاسه کړې.
 
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو له امله د تاجکستان پر حکومت نیوکه کړې ده.
 
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د مهاجرینو جبري ستنیدل یو غیر قانوني عمل دی او دا کار د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
 
د دغې ادارې په وینا، د اګسټ په ۲۳مه د تاجکستان حکومت د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مداخلې سره سره د درېیو ماشومانو او مور په ګډون پنځه افغان کډوال د دغه هېواد په جنوب کې د «پنجپایان» بندر له لارې افغانستان ته راستانه کړل.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د نړیوال خوندیتوب مشرې الیزابت تان وویل: "موږ له تاجکستان څخه غواړو چې د کډوالو د نیولو او شړلو مخه ونیسي، چې په ښکاره ډول د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي."
 
هغه زیاته کړه چې د پناه غوښتونکو جبري اخراج د مهاجرت د قوانینو خلاف او د نه اخراج د اصولو خلاف کار دی.
 
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې له تیر کال راهیسې دغه سازمان په تاجکستان کې د مهاجرینو د توقیف او جبري شړلو ډیرې قضیې ثبت کړي دي.
 
د دغه سازمان په وینا د دغو مهاجرو په ایستلو سره به په خپل هیواد کې ځورول کیږي چې دا له نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه ده.
 
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ نه وروسته په سلګونو کډوالې کورنۍ تاجکستان ته تللي دي او ویل کیږي چې په ډیر بد حالت کې دي ځکه چي د تاجکستان حکومت پر افغان مهاجرینو ډېر سخت بندیزونه لګولي دي.
 
https://avapress.com/vdcawanu049nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته