دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 258402
هر افغان حاجي ته ۵۱۵ ډالره ورکول کېږي
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، سږ کال د حج په پېر کې شاوخوا اووه میلیونه ډالره اضافه شوي او ټاکل شوې چې هر حاجي ته ۵۱۵ ډالره بېرته ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هیواد د حج او اوقافو وزارت چارواکو د تیر کال د حج د لګښتونو د پاتې پیسو د ورکړې بهیر د شنبې په ورځ (سنبلي ۱۹) پیل کړ.
 
د حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب د دغه بهیر د اعلانولو پر مهال وویل، چې تېر کال له ۱۳ زرو څخه زیاتو حاجیانو د حج د فریضې د ادا کولو په موخه څه باندې ۵۴ میلیونه ډالره لګولي دي.
 
هغه زياته کړه، چې له يادې شوې شمېرې څخه نږدې ٤٧ ميليونه ډالره کارول شوي او نږدې اووه ميليونه ډالره پاتې دي.
 
هغه زياته کړه، چې پاتې پيسې به حاجيانو ته ورکړل شي، د حج او اوقافو وزارت ژمن دى، چې له نن څخه تر پايه پورې هر حاجي ته ٥١٥،٣٨ ډالره ورکړي. خو دا چې ډالر ته ۳۸ سنټه ورکول ستونزمن وو، نو پر ځای یې ۳۳ افغانۍ ورکول کېږي.
 
د ثاقب د څرګندونو پر بنسټ، تېر کال حاجيانو ۴۱۳۰ ډالره ورکړي وه چي  پر هر حاجي ۳۶۱۴.۶۲ ډالره لګولي دي.
 
ثاقب ټینګار وکړ چې په نظام کې روڼتیا او حساب ورکونه یو مهم اصل دی او د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د یوه مسؤل نظام په توګه د دې اصولو رعایت ته ژمن دی.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت له بیا تاسیس راهیسې له اداري فساد سره جدي مبارزه پیل شوې او د امارت د دفترونو د هر ډول فساد د پاکولو لپاره دوامداره او پرېکنده هڅې روانې دي.
 
د حج او اوقافو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په پای کې وویل چې دغه وزارت تېر کال د حاجیانو د راستنېدو بهیر په بریالیتوب سره ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې د حاجیانو د پاتې پیسو په ورکړې سره به د تېر کال د حج پروسه پای ته ورسېږي.
 
https://avapress.com/vdcgz79xxak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته