دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 260719
سره صلیب: په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري
په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې چارواکي وايي، د سړې موسم په را رسېدو سره به په هېواد کې بشري وضعيت نور هم خراب شي. دې کمیټې ټینګار کړی چې شاوخوا ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د سره صلیب د دفتر مشرې ایلوا فیلن پرون دوشنبه (عقرب ۱۶) په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د ژمي په رارسیدو سره به په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي.
 
د سره صليب د نړيوالې کمېټې دغه چارواکي وويل، چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ساتنې لپاره پياوړي نړيوال ملاتړ ته اړتيا ده.
 
په ورته وخت کې دغې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي کافي خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري او له ۲۴ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د سره صلیب نړیوالې کمیټې اندیښنه ښودلې چې په افغانستان کې د بشري ناورین پراخیدل به میلیونونه خلک بې وزلۍ ته اړ کړي. د دغې کمیټې په وینا، کونډې او یتیمان په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین تر ټولو مهم قربانیان دي او په ډیرو مواردو کې د ورځې یوه مناسبه ډوډۍ هم نه شي خوړلی.
 
دغې کمېټې یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ۷۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
 
په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې نږدې ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي او په روان کال کې له ۳۴ زره ډېر په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdca6wnuo49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته