دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 261100
په فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان ووژل
ځايي سرچينې د فراه د مرکز په عسکر آباد کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودني له امله د درېيو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فراه په مرکز عسکرآباد کلي کې پرون د هاوان د مرمۍ د چاودیدو له امله د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي دي.
 
د فراه د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ماشومان د تېرو جګړو له پاتې شونو سره لوبې کول چي چاودنه رامنځته شوه.
 
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هاوان مرمۍ تل ماشومان وژني.
https://avapress.com/vdcfxyd0xw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته