دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 261259
د کابل ښاریان د اومو موادو د بیو له لوړوالي شکایت کوي/ حکومت: نرخونه تر کنټرول لاندې دي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جوادي د اومو موادو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته وايي چې د دغه وزارت چارواکي هره ورځ د کابل بازارونو ته ورځي او بیې کنټرولوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جوادي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دغه وزارت چارواکي هره ورځ د کابل ښار بازارونو ته ورځي او بیې یې تر کنټرول لاندې دي.
 
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د کابل ښار يو تن هټيوال عبدالرحيم وايي: په بازارونو کې نرخونه تل لوړیږي او ټيټېږي، ځکه د ډالرو پر وړاندې د راکړې ورکړې پر بنسټ ولاړې وي، کله چې د ډالرو بيه لوړه شي، نو نرخونه هم لوړېږي.
 
 نوموړی همدارنګه زیاتوي: په ژمي کې د لویو لارو تړل او ویجاړول هم په بازارونو کې د اومو موادو د بیو د لوړېدو لامل ګرځي.
 
د عبدالرحیم په وینا نن سبا د اومو موادو بیې تر ډېره د سوداګرو له خوا ټاکل کیږي، نو له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه ده چې مالیه دې کمه کړي، تر څو سوداګر وکولای شي په ارزانه بیه دوکاندارانو ته توکي وړاندې کړي او بیې راټیټه شي.
 
 د کابل یو بل اوسېدونکی محمد نذیر وايي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د بې وزله خلکو ژوند ستونزمن شوی دی.
 
هغه زیاته کړه: په داسې حال کې چې د خلکو لپاره کار نشته، خو د ژمي په موسم کې د خوراکي توکو بیې دوه چنده شوې دي، د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، تر څو د حلال عاید له لارې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.
 
د کابل اوسېدونکی محرم علي هم وايي، چې موږ د اسلامي امارت څخه پوره راضي یو، چې یو اسلامي حکومت دی، ښه امنیت لرو، خو خلک د کار د نشتوالي او لوړوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یادولو وړ ده چې د جمهوري نظام له ړنګیدو او د اسلامي امارت له رامنځته کیدو وروسته د غرب د اقتصادي فشارونو او د هیواد د پولي مرستو د بندیدو له امله په افغانستان کې د فقر او بیکارۍ کچه لوړه شوه او ژوند یې ستونزمن شو.
 
https://avapress.com/vdcam6nuo49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته