افغان غږ خبری آژانس - د بلخ ولایت امنیتی چارواکی نن پنجشنبه د قوس ۳ مه وایی: د غلو په دې اوه کسیزه ډله کې یوه ښځه هم شامله ده، چې د خلکو په زور به یې له خلکو پیسې اخیستې. په اخلاقي فساد او فلمي کولو کې مو له دې ډلې څخه ۵ نارینه او یوه ښځه ونیوله.
هغه زیاته کړه: دغو کسانو د اسلامي امارت له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوله او د خلکو کورونه یی لوټول او حتی په دې کورونو کې یې ښځې په زوره فلم اخستل تر څو وروسته ترې پیسې ترلاسه کړي او دغه خطرناکه ډله په وسلو او تجهیزاتو سمباله وه.
دبلخ دامنيه قوماندانۍ دڅيړنې رييس وويل چې دغو غلو په دريو مياشتو کې شپږ کورونه لوټ کړي او موږ وتوانيدو چې له هغوى څخه پنځلس زره ډالره ترلاسه کړو او ډير ژر به شکايت کوونکو ته وسپارل شي.
هغه وویل، پولیس د ښاریانو د امنیت، سولې او هوساینې په خاطر شپه او ورځ کار کوي او د مجرمینو د نیولو لپاره تل چمتو دي.
دبلخ دامنيه قوماندانۍ وياند محمد آصف وزيري وويل: د دغو غلو دتحقيق او فعاليتونو دڅيړنې بهير يوه مياشت مخکې پيل شوى و او له نيکه مرغه دغه مجرمين دبلخ دپوليسو دکشفي موظفينو له خوا ونيول شول او په دې اړوند څيړنې او کشفي اقدامات روان دي.
هغه زياته کړه: په تېرو شپږو مياشتو کې د بلخ پوليسو په ٣٠ قضيو کې ١٢٠ غله نيولي او هغه غله چې وسله وال مقاومت يې کاوه د پوليسو له خوا وژل شوي او مجرمين بايد پوه شي چې موږ تل د امنيت د ټينګښت لپاره چمتو يو.