دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 262707
اسلامي امارت باید د نجونو لپاره د پوهنتونونو د تړلو په اړه له سره غور وکړي
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې که څه هم له اسلامي امارت سره د خپل تعامل پالیسي ته ژمن دی، خو د نجونو لپاره د پوهنتونونو تړل په کلکه غندي او له اسلامي امارت یې غوښتي، چې پر دغه حکم له سره غور وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له پریکړې وروسته چې د انجونو پوهنتونونه د نامعلومې مودې لپاره بندوي، د دغه سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه اندیښنه څرګنده کړه او دا "غمجنه پریکړه" یې وغندله.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دغه اقدام خبر ورکول د دغه سازمان لپاره تر دې هم زیات مایوسوونکی دی، ځکه تر دې وړاندې د دغه سازمان عمومي منشي او د افغانستان لپاره د هغه ځانګړي استازي په وار وار خبرداری ورکړی دی چې چارواکي د داسې پرېکړو پر ضد دي."
 
د اسلامي همکاریو سازمان زیاته کړې، چې وروستی خبرداری د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي د روان کال د نومبر په نیمايي کې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ورکړی و.
 
د ښاغلي ابراهیم طه په وینا، پوهنتونو ته د نجونو د لاسرسي ځنډول افغان نجونې او ښځې د تعلیم، کار او ټولنیز عدالت له حق څخه بې برخې کوي، د اسلامي امارت اعتبار به په جدي او چټکۍ سره کمزوری کړي.
 
دغه نړیوال اسلامي سازمان ټینګار کړی، چې که څه هم له اسلامي امارت سره د تعامل پالیسي ته ژمن دی، خو دا عمل نه شي غندلی او له اسلامي امارت یې غوښتي، چې «د تعهداتو او حقیقي پرېکړو تر منځ د ثبات په خاطر دې دغه فرمان له سره غور او لغوه کړي.
 
په همدې حال کې ملګرو ملتونو او په افغانستان کې یې بشري همکارانو په یوه ګډه اعلامیه کې د نجونو او ښځو د زده کړو د ځنډولو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندلې او د دې پرېکړې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
 
د یوناما له خوا پرون (چهارشنبه، قوس ۳۰) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو کورنۍ او په افغانستان کې ټوله بشري ټولنه د اسلامي امارت د پرېکړې په اړه د میلیونونو افغانانو او نړیوالې ټولنې غصه شریکوي.
 
ملګرو ملتونو ویلي چې په پوهنتونونو کې د ښځو پر ورتګ بندیز د ښځو په وړاندې د اسلامي امارت لخوا د هدفي تبعیضي سیاستونو دوام دی.
 
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې، اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نیټې راهیسې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی، د ښځو او نجونو د تګ راتګ ازادي یې تر پښو لاندې کړې او ښځې یې له کار څخه بې برخې کړي دي.
 
ملګري ملتونه او په افغانستان کې یې بشري همکاران وايي، دا بندیزونه د دې لامل شوي چې ښځې او نجونې د کور په څلور دیوالونو کې بندې شي.
 
دغه سازمان زیاته کړې، چې په ټولنه او اقتصاد کې د نیمايي وګړو د معنوي ګډون مخه نیول به پر ټول هېواد ناوړه اغېز وکړي.
 
د دغه سازمان په وینا، د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه به په بهر کې د مېشتو افغانانو لپاره، چې غواړي هېواد ته راستانه شي، منفي اړخ ولري او ډېر خلک به له هېواده تېښتې ته وهڅوي.
 
تیره ورځ د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې د انجونو زده کړې دې تر بل خبرتیا پورې وځنډول شي.
 
https://avapress.com/vdcjy8e8auqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته