دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 263269
په فراه کې په يوه ترافيکي پيښه کې ١٨ تنه مړه او ټپيان شوي
د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ په "کاریز اسد" سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسئول مولوی محمد نسیم بدری پیښه تاییدوی او وایی چې تېره شپه د بکواه ولسوالۍ په لویه لاره کې د یوه ۳۰۴ ډوله موټر د یو ټېلر سره د ټکر له امله دوه تنه وژل شوی دی او۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او ټپيان يې نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.
 
د موټر چلولو پر مهال د موټر چلوونکو بې احتیاطي تل د ترافيکي پېښو لامل کېږي او هر کال ګڼ شمېر مسافر د ترافيکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcd9s0xnyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته