دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 263627
په هرات کې د عامې روغتیا د رقابتي ازموینې اخیستل؛ ۵۵ سلنه ګډون کوونکي ښځې دي
د هرات د حوزوي روغتون د رقابتي ازموینو په لړ کې ۱۳۲۰ تنو ګډون کړی و.
افغان غږ خبری آژانس - د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمد آصف کبیر وايي: په نننۍ سیالۍ کې د ګډون کوونکو له ډلې څخه ۵۵ سلنه یې ښځې او پاتې نور یې نارینه دي.
 
ده زياته کړه: دغه ازموينه په يوه ورځ او دوه ساعته په جلا جلا توګه د نارينه او ښځو لپاره اخيستل کيږي.
 
ډاکټر کبير همدا راز زياته کړه: ګډونوال د قابله ګۍ او نرسنګ په پوستونو کې سيالي کوي او له هغو څخه به ٤٤ تنه په دغو بستونو کې وټاکل شي.
 
د هرات د عامې روغتیا مرستیال زیاته کړه: په دغو دوو بستونو کې به څلور تنه د قابله ګۍ او څلویښت تنه نور به د نرسنګ په برخه کې په دندو وګمارل شي.
 
ډاکټر کبير يادونه وکړه: اوس مهال په ولسواليو کې د قابلو او نرسانو کمښت نشته، خو ښه به وي که په ولسواليو کې د قابلو او نرسانو شمېر زيات شي.
 
په همدې حال کې د دې ازموينې يوه ګډونوال سامع وايي: ډېر کار يې کړى، خو د ګډون کوونکو شمېر يې ډېر او د تشو بستونو شمېر يې کم دى.
 
په دې رقابتي ازموينه کې برخه والو له دولت څخه وغوښتل چې ځوانانو په ځانګړې توګه ښځو ته د کار زمينه برابره کړي.
 
په هېواد کې د لوستو ځوانانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، خو حکومت ورته کم کار ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcb5fb5zrhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته