دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 263733
په افغانستان کې له تبعیض پرته د پوهنې پر حق او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو پر دوام د اسلامي همکاریو د سازمان ټینګار
په دې غونډه کې چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په کوربه توب جوړه شوې وه، ګډونوالو په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره یې د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو پر دوام ټینګار وکړ. دغو ګډونوالو هم د ښځو د زده کړو او کار د ځنډولو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه له اسلامي احکامو څخه سرغړونه وبلله.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان په کوربه توب په هغې غونډه کې چې پرون (چهارشنبه، جدي ۲۱) د سعودي عربستان په پلازمینه جده کې جوړه شوې وه، ګډونوالو د زده کړي د ځنډولو او په کورنيو او غیردولتي موسسو کې د ښځو کار کولو باندي بندیز له اسلامي احکامو او موخو څخه سرغړونه بللې ده.
د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې له تبعیض پرته د پوهنې پر حق ټینګار شوی او له اوسنیو افغان چارواکو یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د منشور، د اسلامي همکاریو د سازمان د منشور او خپلو ژمنو اصولو او اهدافو ته درناوی وکړي.
دغه راز په دغه اعلاميه کې د افغانستان د حالاتو د خرابوالي په باب هم خبردارى ورکړ شوى او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د نړيوالې ټولنې په پراختيايي مرستو ټينګار شوى دى.
خو د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه د اسلامي همکاریو د سازمان د اجرایوي کمیټې په غونډه کې اعلان وکړ چې د علماوو دوهم ټیم به افغانستان ته واستول شي او ویې ویل چې د علماوو دغه ډله به په دې اړه سلا مشورې وکړي.
په همدې حال کې د یو شمېر هېوادونو د دیني عالمانو یو پلاوی چې کابل ته راغلی وايي، د سرپرست حکومت چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د شته ستونزو له حل وروسته به د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.
د اسلام له پیغمبر څخه د ملاتړ د نړیوالې غونډې عمومي منشي او د دغه بورډ غړي محمد الصغیر د سه شنبې په ورځ د جدی په ۲۰ مه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل: په هغه غونډه کې چې موږ د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره درلوده، دوی په تعلیم ټینګار وکړ او ښوونې او روزنې ته ژمنتیا د دې هیواد د هر وګړي نه هیریدونکی حق دی.
هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې هیڅ توپیر نشته. هڅې روانې دي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.
اسلامي امارت دا هم ویلي چې د اسلامي احکامو په رڼا کې د ښځو د تعلیم او کار لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو هڅې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcjtte8tuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته