دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 265414
په فراه ولايت کې په ترافيکي پيښو کې د پام وړ کموالى راغلى دى
د فراه ولایت چارواکي وايي، له ترافیکي قوانینو سره اشنا کېدل او د جواز ترلاسه کول په دغه ولایت کې د موټر چلولو په خطرناکو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د ترافیکو مدیر شاه محمد خندان وایی: په دغه ولایت کې ۳۰۰ کسانو د موټر چلولو د ۱۴ ورځنی مسلکی زده کړو په پای ته رسولو او د عملی آزموینې په تیریدو سره د موټر چلولو جوازونه ترلاسه کړل.
 
ده زیاته کړه: هر هغه موټر چلوونکی چې له جوازه پرته موټر چلوي غیر قانوني دی.
 
ښاغلي خندان همدا راز زیاته کړه: د لایسنس درلودل او له ترافیکي قوانینو سره اشنا موټر چلوونکي له هر ډول احتمالي زیان او حادثې څخه خوندي ساتي.
 
هغه د فراه ولايت له ټولو موټر چلوونکو وغوښتل چې د ترافيکو مديريت ته په مراجعي سره جواز ترلاسه کړي.
 
د فراه ولايت د ترافيکو مدير له ټولو هغو ځوانانو څخه چې عمرونه يې له ١٨ کلونو کم دي وغوښتل چې يوازې له موټر چلولو ډډه وکړي.
 
له بلې خوا د فراه ولايت د ترافيکي پيښو د څيړنې مدير سمونيار سنګين شاه وايي: له ترافيکي قوانينو سره اشنا او د جواز ترلاسه کول په دې ولايت کې د خطرناکو ترافيکي پيښو د پام وړ کمښت سبب شوى دى.
 
د هغه په ​​وينا، د فراه ولايت د ترافيکو مديريت د موټر چلوونکو لپاره د مسلکي زده کړو په هر پړاو کې شاوخوا ٣٠٠ موټر چلوونکي روزي او هغو موټر چلوونکو ته چې په عملي ازموينه کې بريالي شي، لایسنس ورکوي.
 
https://avapress.com/vdchzmnik23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته