دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 265751
په مزارشریف کې د څه باندې ۹ زره جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته نیولو بهیر پیل شو
په بلخ ولايت کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو د کمېټې غړي د ناصر خسرو بلخي په ښارګوټي کې د زورواکو له خوا د غصب شويو دولتي ځمکو د غصب په اړه وويل: دغه کمېټه چې د بلخ ولايت له يوولسو دولتي ادارو څخه جوړه شوې ده، کار کوي. د ناصر خسرو بلخي د ښارګوټي تر نامه لاندې ۹۴۴۰ جریبه دولتي ځمکه چې زورواکو ترې ګټه پورته ; کوله باید ځیني راوګرځول شي او پر دې ځمکه جوړ شوي تعمیرونه ونړول شي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: مولوی شمس الله خالد؛ د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس او په دغه ولایت کې د غصب شویو ځمکو د بیرته نیولو د کمېټې غړي پرون یکشنبه (دلوې ۳۰) د مزارشریف په شمال کې د ناصر خسرو بلخي ښارګوټي د ځمکو د بېرته راګرځولو په تړاو غونډه وکړه او وویل: په بلخ ولایت کې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمیټه په دغه ولایت کې له یوولسو دولتي ادارو څخه جوړه شوې او نن راغلي یو چې ۹۴۴۰ جریبه دولتي ځمکه چې په تېر حکومت کې د زورواکو له خوا غصب شوې وه، بېرته ترلاسه کړو.
 
ده زياته کړه: په بلخ ولايت کې د ځمکې د تصفيې کميټې څو څو ځلې د دغه ښارګوټي له خاوندانو څخه د کره اسنادو د برابرولو په باب پوښتنې وکړې؛ خو بريالي نه شول. له همدې امله نن پریکړه وشوه چې په دې ښارګوټي کې جوړ شوي کورونه ونړول شي، که څه هم په دې ښارګوټي کې ډیر کورونه نه دي جوړ شوي.
 
مولوي خالد وویل: د ناصر خسرو بلخي ښارګوټی د فدا محمد په نوم یو کس چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ورور دی، غصب کړی او دا ځمکي به تر راګرځولو وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته وسپارل شي.
 
په بلخ ولايت کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو د کمېټې دغه غړي وويل؛ ټول هغه هستوګنې او ځمکې چې اسناد نلري بندې شوي دي او د دغو هستوګنځیو له خاوندانو مو غوښتنه ده چې خپل اسناد وسپاري او ټولو ته خبر ورکړي چې د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې جدي دی.
 
له بلې خوا د بلخ ولایت د عدلیې رئیس امرالله مصلح وايي، له یو کال راهیسې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم په بلخ ولایت کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه کار کوي او له بده مرغه د ناصر خسرو بلخي په ښارګوټي کې د ځمکو غاصبینو له ۲۰۰ زیاتې ځمکې پر خلکو پلورلې، خو له نېکه مرغه د دغو غاصبینو مخه نیول شوې او هیچا ته به د دولتي ځمکو د پلور اجازه ورنکړل شي.
 
هغه زياته کړه، په ناقانونه او مشکوکو استوګنځايونو کې د ځمکو د رغولو چارې، پېر او پلور بند شوى او دې کمېټې تر اوسه شاوخوا ٤٥ زره جريبه ځمکه له زورواکو او غاصبينو بېرته ترلاسه کړې ده.
 
د مزارشريف ښاروال مولوي قدرت الله طارق هم وويل چې پرته له اسنادو او دعوه کوونکو ځمکې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کېږي او موږ هڅه کوو چې دولتي ځمکې د غاصبينو له منګولو خلاصې کړو.
 
په همدې حال کې د بلخ ولایت د ښاري پراختیا رئیس مولوي عین الدین حمید زیاته کړه چې په بلخ ولایت کې تر ۱۴۰ زیات غیر قانوني هستوګنې یا له کره اسنادو پرته شته چې د دغو هستوګنې ځمکې دولتي دي او یا هم له ښاري پلان پرته جوړې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcbssb58rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته