دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 266198
متقي: افغان ټولنه متخصصینو ته اړتیا لري
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اسلامي نظام د بقا لپاره په زابل کې له دیني عالمانو سره په جوړه شوې مشورتي غونډه کې وویل: افغانستان متخصصینو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: متقی په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره د سیالۍ کولو په موخه انجنیرانو، ډاکټرانو، ښوونکو او نورو متخصصینو ته اړتیا لری.
 
نوموړي دا هم وویل، چې اشغالګرو غوښتل په افغانانو کې نفاق او دښمني رامنځته کړي، خو اسلامي امارت د دوی په شړلو سره د دوی پلان شنډ کړ.
 
متقی زیاته کړه: یرغلګرو غوښتل چې په الوتکو کې له هیواده خلک وباسی، خو اسلامی امارت وتوانید چې په لکونو مامورینو او مجاهدینو ته معاشونه ورکړی او لویې پروژې پیل کړی، له دې سره سره اوس زموږ عایدات او صادرات څو چنده لوړ شوی دی.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز وویل، دیني عالمان دې ولس او مجاهدینو ته د رسول الله (ص) سیرت او اخلاق بیان کړي او په ټولنه کې د هماهنګۍ په ساتلو سره د ټولو خلکو، ځوانانو او مجاهدینو فکرونه منظم کړي. .
 
په دې غونډه کې د زابل ولایت د مرکز او ولسوالیو علماوو له اسلامي امارت خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د شته نظام د دوام لپاره باید تل د دیني علماوو مشورې واخلي.
 
دوی ټینګار وکړ چې اسلامي امارت باید ټول صفونه پاک او مفسد کسان له منځه یوسي.
 
https://avapress.com/vdchw-ni623n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته