دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 266730
مولوی عبدالکبیر: افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی. د دایکندي د خلکو ستونزې به تعقیب شي
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ښار او کور جوړونې وزارت له مرستيال کريمي بامياني سره په کتنه کې وويل چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دى او د دایکنډي خلک له اړوندو چارواکو سره لیده کاته وکړل او دهغو ستونزو يي واوریدلی.
افغان غږ خبری آژانس: رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (حوت ۱۹) د ښار او کور جوړونې وزارت له مرستیال کریمي بامیاني سره وکتل.
 
دبهرنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په دې کتنه کې کريمي بامياني دښار او کور جوړونې وزارت دپروژو او چارو دګزارش دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل: چې اسلامي امارت د افغانستان د شیعه ګانو ملاتړ کوي.
 
دغه راز په دې کتنه کې جنرال صداقت هم داسلامي امارت له حکومت څخه د ملاتړ په ترڅ کې د دايکنډي ولايت دخلکو ستونزې مطرح کړې او ددغو ستونزو دحل کولو غوښتنه يې وکړه .
 
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او حکومت له تبعیض پرته ټولو ته خدمت کوي.
 
مولوي عبدالکبیر هم ډاډ ورکړ، چې د دایکندي ولایت د خلکو ستونزې به د حکومت له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.
https://avapress.com/vdcjtme8yuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته