دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 268532
د امیرخان متقي او زرداري ترمنځ خبرې؛ د پاکستان د سفارت شارژدافیر کابل ته راستنيږي
داسلامي امارت دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د شنبې په ورځ (حمل ۲۶) د پاکستان دبهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې زرداري د امیر خان متقي له غوښتنې سره موافقه وکړه چې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر بیرته خپل کار ځای ته وسپاري.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي زرداري او امیر خان موتاغي پر "ګډو ګټو" خبرې وکړې.
 
په همدې حال کې د رسنیو په وینا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي چې د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر کابل ته واستوي. دسرچينو ترمخه بلاول بهټو زرداري دغه غوښتنه منلې ده اؤ وئيلي يې دي چې دپاکستان دسفارت انچارج به ډير زر خپل کار ته راوګرځي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بلاول بوټو زرداري په دې ټیلیفوني خبرو کې د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د خپل هېواد پر ژمنو ټینګار وکړ.
 
په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني تېر کال په کابل کې د دغه هېواد پر سفارت د وسله والو له خوا برید شوی و. د دغه برید په پایله کې د پاکستان د سفارت یو ساتونکی ټپي شوی وو.
 
له دغې برید وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر له دندې ګوښه شو.
 
داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی وو.
 
هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د برید په اړه به پلټنې وکړي او تر هغو به کابل ته د دغه هېواد سفارت نه وي ورغلی چې امنیت ټینګ شوی نه وي.
https://avapress.com/vdcbfwb55rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته