دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 268585
د کرنې وزارت: په هېواد کې به د پیازو د ذخیره کولو لپاره وړې او لویې زېرمې فعالې شي
د کرنې وزارت وايي، تېر کال په ټول هېواد کې له ۳۰زره هکتاره ځمکې څخه ۵۴۱۲۲۵ مټریک ټنه پیاز ترلاسه شوي وو. دغه وزارت زیاته کړه چې د خصوصي سکټور په همکارۍ په هېواد کې د پیازو د ذخیرې لپاره کوچنۍ او لویې زېرمې فعالوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت د راټولو شویو احصایو له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې ۵۴۱ زره او ۲۲۵ مټریک ټنه پیاز راټول شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر کال د ننګرهار، پروان، فراه، تخار، بغلان، بلخ، کابل، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو په ګډون د ټول هېواد کروندګرو په نږدې ۳۰۴۷۰ هکتاره ځمکه کې پیاز کرلي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د هېواد د خصوصي سکتور په همکارۍ د پیازو د تولید او ذخیره کولو په برخه کې کوچنۍ او لویې زېرمې فعالې کړي، ترڅو وکولای شي خپل محصولات په مناسب وخت بازار ته وړاندې کړي.
 
تر دې مخکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۴۰۱ کال کې د ۵۸۹۳۰ مټریک ټنه اوکرو حاصل اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcjooe8iuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته