دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 269263
افغانستان باید د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق په اړه خپل مکلفیتونه پوره کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني څرګنده کړه، چې د دغه هېواد د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حقوقو په تعقیبولو کې به هېڅ دریغ ونه کړي او زیاته یې کړه، چې افغان لوري باید خپل مسوولیتونه ادا کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په خپله اوونیزه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل:«موږ د ایران د اوبو د حقوقو په تعقیبولو کې پاتې نه یو راغلي او د هلمند سیند څخه ایران د اوبو حق د ډیپلوماسۍ یوه مهمه مسئله ده.
 
هغه په ​​دې خبرې سره چې موږ دغه موضوع په حقوقي، سیاسي او تخنیکي اړخونو کې تعقیبوو، زیاته کړه: افغان لوري د هلمند د اوبو د حق په اړه د ایران اصول مني، دوی دلایل او عذرونه وړاندې کوي، زموږ لپاره دا دلایل او عذرونه د قناعت وړ نه دي او موږ ټینګار کوو چې افغان لوري باید په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې دغه هېواد به د دوحې په غونډه کې چې نن او سبا د افغانستان په اړه او د ملګرو ملتونو په نوښت جوړیږي ګډون وکړي.
 
هغه ویلي دي چې په دې غونډه کې د ایران د پلاوي مشري په افغانستان کې د ایران خاص استازی او سفیر حسن کاظمي قمي کوي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار منلې چې د هلمند د سیند په اړه د ایران د ادعا په اړه هوکړې ته ژمن دي.
 
https://avapress.com/vdcd9n0xsyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته