دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 269444
په بغلان، بدخشان او جوزجان کې د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ ولمانځل شوه
د می له دریمې نیټې څخه د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ په بغلان، بدخشان او جوزجان کې د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه او د دغو ولایتونو د اطلاعاتو کلتور مسوولینو یو ځل بیا د رسنیو په ملاتړ ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ د می میاشتې دریمه نیټه پرون (چهارشنبه د ثور ۱۳مه) د بغلان، بدخشان او د آزادو خبریالانو د اتحادیې د اطلاعاتو کلتور رئیس او خبریالانو په شتون کې ونمانځل شوه..
 
دبغلان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس اسدالله مصطفى هاشمي په دغه ولايت کې په جوړو شويو مراسمو کې وويل چې ددغه ولايت د رسنيو لپاره بيلابيلې اسانتياوې برابرې شوې دي.
 
د بغلان د والي وياند، عالم مجيدي هم وويل، رسنۍ بايد د فرهنګي، ټولنيزو او ديني ارزښتونو په چوکاټ کې خپرونې وکړي.
 
دغه راز د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې له خوا د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تعليمي مرکز په تالار کې د مطبوعاتو نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
 
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم وویل، حکومت له رسنیو او خبریالانو سره له هر راز همکارۍ څخه دریغ نه کوي او د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې همکاري کوي.
 
د دې تر څنګ د بدخشان ولایت مقام مرستیال نثار احمد احمدي هم په فیض آباد ښار کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت سیمه ییز حکومت تل له رسنیو ملاتړ کړی او په هره برخه کې چې امکان لري همکاري کوي.
 
د بدخشان د استخباراتو رئیس معیز الدین احمدي هم په دغه ولایت کې د رسنیو فعالیتونه تائید کړل او ویې ویل چې په دغه ولایت کې د مطبوعاتو ستونزې او ننګونې په وخت سره حل کیږي.
 
د يادو ولايتونو خبريالانو د ننګونو او اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه وښوده او د حل غوښتنه يې وکړه.
 
https://avapress.com/vdceeo8wejh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته