دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 269872
له فراه ولایت څخه ایران ته د تېلو د ۱۵ ټانکرونو راستني شوي
د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ایران ته د بې کیفیته تېلو د لېږد ۱۵ ټانکرونو د راستنېدو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دغه خبرپاڼه راغلي چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر مسوولینو په دغه بندر کې د هر ډول ټیټ کیفیت لرونکو توکو مخه نیولې او هېڅکله به سوداګرو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان ته د ټیټ کیفیت مواد وارد کړي.
 
فراه ولایت یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې هر کال له ایران څخه د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې فراه ولایت ته د تیلو او ګازو په ګډون په زیاته اندازه سوداګریز توکي واردیږي.
 
https://avapress.com/vdcjahe88uqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته