دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 269902
د ۲۰۷ الفارق قول اردو سرحدي چارواکو د سرحدي شخړې د څیړلو په موخه د ایران له سرحدي ساتونکو سره وکتل
د الفاروق قول اردو د سرحدي لوا د قوماندان محمد رحیم خادم په مشرۍ د دغه قول اردو د عملیاتو له مدیر او د اسلام قلعه له قوماندان سره یوه پلاوي د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحدي ساتونکو سره وکتل د سرحدی شخړو څيړني لپاره.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د الفاروق اردو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه وروسته له هغه وشوه، چې ایراني ځواکونو د افغانستان له خاورې د صفري نقطې څخه د تیریدو په موخه د سړک د جوړولو هڅه وکړه، چي اسلام کلا د سرحدي ځواکونو له خوا له خنډ سره مخ شو.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د ډيپلوماسۍ له لارې د شخړو په حلولو او د مسلکي انجنيرانو له خوا د ګډو ټکو په ټاکلو ټينګار وکړ.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو او سرحدي ساتونکو تر منځ په صفري نقطه کې ځينې سرحدي لانجې رامنځ ته شوې وې او تر پوځي شخړې پورې يې پرمختګ کړی و، خو د دواړو هېوادونو په منځګړيتوب حل شو. د افغانستان او ایران د رسمي چارواکو خبرې اترې روانې دي
د دواړو هېوادونو جګپوړو او دیپلوماتیکو چارواکو تل د هر ډول شخړو د مخنیوي لپاره د نظر اختلافونو په سوله ییز او ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.
https://avapress.com/vdcdzn0xxyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته