دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 269985
قرغزستان په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه خبرداری ورکړ
د قرغزستان د ملي امنیت شورا منشي په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه خبرداری ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د قرغزستان د ملی امنیت د شورا منشي مارات ایمانقلی‌اف په اسلام آباد کښې د امنیتی خبرواترو په غونډه کښې څرګنده کړه: د داعش ترهګرې ډلې د جاسوسۍ ستراتیژۍ د ایران په شمول چین، روسیه او منځنۍ اسیا هېوادونه په نښه کړی دی.
 
هغه زیاته کړه چې د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګه په روان دوبي کې د افغانستان په شمالي سیمو کې د اوو زرو نه د زیاتو جنګیالیو د ځای پرځای کولو پلان لري.
 
ایمان قلیف ویلي، داعش ترهګره ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې د قدرت د بدیل په توګه ځان ځینو قومونو او عامو خلکو ته معرفي کړي.
 
په دې کتنه کې د قرغزستان د ملي امنیت د شورا منشي په مرکزي اسیا او چین کې د ریښو لرونکو افراطي اسلامپالو ډلو لکه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د فعالیتونو پراختیا ته اشاره وکړه.
 
تېره اوونۍ په اسلام آباد کې د چین، پاکستان او اسلامی امارت په ګډه غونډه کې هم له افغانستانه د ګواښونو د خپرېدو مسئله راپورته شوې وه.
 
خو د اسلامی امارت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نه شي او په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د شتون افغان غږ خبری آژانسزي د سیمې او نړۍ د ځینو نورو قدرتونو له خوا پراخ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcevo8wnjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته